کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په ګډون د مرکز د څانګو او د قندهار د دیني تخصصاتو استادانو ته د تحصیلي نصاب د دیني تخصصاتو او د دغه نصاب د تدریس میتود د تطبیقولو په مقصد روزنیز سیمینار جوړ شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د دغه سیمینار په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دیني عالمانو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د ټولنې د دیني اړتیاوو لرې کول د عالمانو له جدي مسوولیتونو څخه دي، چې باید د هېواد نوي نسل ته د علم په لېږدولو کې له بل هر وخت څخه زیاتې هڅې وکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د هېواد نوی نسل دې ته اړتیا لري چې د معاصرو علومو ترڅنګ په دیني او اسلامي تفکر او عقیدې سره وروزل شي.
مولوي حقاني د دیني تخصصاتو استادانو ته وویل، چې د مرکز او قندهار د څانګو ترمنځ په یووالي او زیاتې همغږۍ سره کوښښ وکړي، چې په ډيره لږه موده کې د هېواد د ځوان نسل د روزنې په برخه کې ستر بریالیتوبونه او لاس ته راوړنې ولري.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرووف فراهي د تحصیلي نصاب او د هغه د تطبیق د بهیر په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د جامعه عبدالله بن مسعود رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د تدریس د لارو چارو او مهارتونو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز په دې سیمینار کې د اسلامي اقتصاد د دعوت د لارو چارو افتا، د حدیثونو د ارزښت او د اسلامي ثقافت په اړه هم خبرې وشوې.
ع