سیاستخبرونهاقتصادTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د انکشافي پروژو په تطبیق کې د کابل ښاروالۍ بشپړ ملاتړی دی

کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د شاوخوا ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ښار د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د درېیو سړکونو او یو پُل د جوړولو چارې نن د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو له خوا پیل شوې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د دغو پروژو د چارو پرانیستلو پر مهال په داسې حال کې چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل والي ملا امین الله عبید او یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی و؛ د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د یادو پروژو پر اهمیت خبرې وکړې او ويې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت د انکشافي پروژو په تطبیق کې د کابل ښاروالۍ بشپړ ملاتړی دی.
هغه زیاته کړه چې کابل ښاروالۍ په پام کې لري د کابل د عمومي او فرعي سړکونو او پارکونو د رغولو او همدا رنګه د سرسبزۍ او نورو برخو کې خپل پلانونه تطبیق کړي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر یاسر، د یادو پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې، یو سړک چې د کابل – جلال آباد لویه لاره له قلعه زمان خان سره نښلوي؛ ۲.۱ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د ۹۸.۲ میلیونه افغانیو په لګښت به یې چارې د یوه کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستې وسپارل شي.
هغه زیاته کړه چې د دغه سړک په مسیر کې یو پُل هم شته چې د ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او په وینا یې، دغه پُل ۶۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې په کابل ښار کې تر ټولو اوږد پُل دی.
انجنیر عامر همدا رنګه، له کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې د پروژو په تطبیق او د ښار په سمسورتیا کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د یادې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې؛ له افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ له مسئولینو څخه د بېلابېلو ټولګټو پروژو د تطبیق په پار مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دغه شان پروژو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د کابل ښاروالۍ اړوند د ښار په ۲۲ ناحیو کې د لسګونو پروژو کار جریان لري چې په تطبیق سره یې له یوې خوا د ښار د آبادۍ او سمسورتیا سبب کېږي او له بلې خوا ګڼ شمېر هېوادوالو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته