سیاستTOP

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي حکومت هڅه کوي سل په سلو کې عدالت تامين کړي

کابل/ د مرغومي ١٥ مه / باختر:
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د ١٨ ولايتونو له يو شمېر شيعه عالمانو، استادانو، مخورو او ځوانانو سره په کتنه کې وويل؛ اسلامي حکومت هڅه کوي سل په سلو کې عدالت تامين کړي.
د باختر آژانس دخبرله مخې؛ په دې کتنه کې د نورو په استازيتوب سيد حسن شريفي بلخابي او عابدين احمدي سمنګاني خبرې وکړې.
دوی د افغانستان اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړد اعلامولو پرمهال د امیرالمومنین عمومي عفوه د ملي یووالي د ټینګښت لپاره یو طلايي فرصت وبلل.
دوی دغه راز ټینګار وکړچې هیچا ته د دې وخت ورنه کړل شي چې دغه فرصت ضایع کړي او د شیعه ګانو د ستونزو د هوارى غوښتنه یې وکړه.
دغه راز د رياست الوزرا مرستیال دوی ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي حکومت هڅه کوي چې سل په سلو کې عدالت تامین کړي او شته ستونزې هوارې کړي، د۴۳ کلنې جګړې ناوړه پایلې پای ته ورسوي او باور رامنځته کړي.
نوموړي دغه رازژمنه وکړه، چې د دوی غوښتنو ته رسيدګي کېږي .
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته