سیاستTOP

مولوي عبدالسلام حنفي د افغان او روسي پانګوالو له ګډ پلاوي سره وکتل

کابل/ د مرغومي ١٣ مه / باختر:
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خپل کارپه دفتر کې د افغان او روسي پانګوالو له ګډ پلاوي سره وکتل.
د باختر آژانس دخبرله ؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د تيلو او ګازو د استخراج او چاڼځاى په هلوځلو، د (سي ان جي) او (ال ان جي) دستګاو او د سمنټو د تولید د یوه شرکت د جوړولو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
په همدې حال کې د روسیې یوه پانګه وال ډاکټر سکندر په دغو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
دغه راز د رياست الوزرا لومړي مرستیال هم د هغوی د علاقمندۍ له امله خوښي څرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ چې په افغانستان کې د پانګونې ښه شرایط برابر شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته