سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د هېواد ابادۍ، اقتصادي پياوړتیا او په ولایتونو کې د بنسټيزو پروژو پلې کولو ته ملا تړلې ده

کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په جلا جلا ناستو کې د شمالي ولایتونو يو شمېر علماوو او قومي مشرانو، د ديني مدرسو څو تنو مسؤولینو او د لوړو زده کړو وزارت معین مولوي لطف الله خیرخواه سره وکتل.

په دې کتنه کې د شمالي ولایتونو دغو قومي مشرانو او علماوو وویل، په تېره شل کلنه دوره کې د شمال مجاهدینو په سختو شرایطو کې د اشغال پر وړاندې مبارزه وکړه او مدرسې يې د راټولېدو او مبارزې لومړۍ کرښه وه.

يادو قومي مشرانو او علماوو د سرتاسري امنیت پر ټینګښت، د قدرت د ولایتي او سیمه ییزو جزایرو په ختمولو او د اسلامي احکامو په تطبیق خوښي وښوده او له اسلامي امارت سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه. دوی همداراز پخپلو ولایتونو او سیمو کې د پوهنې، روغتیا، سړک جوړولو او ځوانانو ته د کارموندنې په برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اشغال پر وړاندې د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو هڅې او قربانۍ ارزښتمنې وبللې او ویې ویل، د جهاد په بریا کې د افغانستان د ټولو قومونو او سیمو اوسېدونکو قدر وړ ونډه لرله.

هغه وویل، اوسنی نظام د افغان ملت د قربانیو او سرښندنو پایله او د شهیدانو ارمان دی، چې باید په سم ډول يې ساتنه وشي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د هېواد ابادۍ، اقتصادي پياوړتیا او په ولایتونو کې د بنسټيزو پروژو عملي کولو ته ملا تړلې چې په تطبیق سره به یې د خلکو ګڼې ستونزې راکمې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته