خبرونهښوونه او روزنه

مولوي عبد الباقي حقاني: موږ اړتيا لرو چې د لوړو زده کړو په برخه کې نړيوالې مرستې جلب کړو

کابل، د زمري ٢مه، باختر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د دغه وزارت له مسوولينو سره په غونډه کې د نړيوالو مرستو په جلبولو او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لوړو زده  سرپرست وزیر د قوانينو په رعايتولو سره د چارو په ښه ترسره کولو، له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د لوړو زده کړو په وزارت پورې د اړوندو ځمکو پر ساتنې،  د خصوصي لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ماليې د ستونزو پر حل کولو او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زياته کړه: موږ اړتيا لرو چې د لوړو زده کړو په برخه کې نړيوالې مرستې جلب کړو او له نړۍ سره  د همکارۍ  زمينه برابره کړو.

نوموړي دغه راز د سندونو د څېړنې په برخه کې د ديني جامعات او تخصصات د لوى رياست مسوولينو ته لازمه لارښوونه وکړه او په دې برخه کې د جعلې سندونو پر مخنيوي ټينګار وکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د چارو د ښه پرمخ بيولو په موخه کمېټې هم جوړې کړې او د کمېټو غړو ته يې مشخص مسووليتونه وسپارل.

\ ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته