خبرونهفرهنګ

مولوي عتيق الله عزيزي د ​​نارنج غونډۍ او قول توت د بيارغونې چارو د پيل پرانيسته وکړه

کابل/ د غوايي٢٦مه/ باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين مولوي عتيق الله عزيزي نن د کابل ښار په شهداى صالحينو کې د “نارنج غونډۍ” او”قول توت” د لرغونو سيمو د بيارغاونې چارو د پيل د دويم پړاو پرانيسته وکړه.  

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د دغو سيمو د چارو د پيل د پرانستي پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو اثارو رئيس ذبيح الله سادات او د تاريخي ابداتو د ساتنې او څارنې رييس عبدالاحد عباسي هم حضور درلود.

د نارنج لرغونې غونډۍ او د قول توت لرغونې ساحه د بودايي دورې له هغو سیمو څخه دي چې مرکزي استوپې، نذري استوپې او د مجسمو پاتې شونې دي.

دغه  ساحې چې  له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۳ کلونو پورې د دافا موسسې له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې ریاست په همکارۍ کېندل شوې وې، د موسمي پيښو، (واورې او بارانونو) له امله محافظتي ودانيو ته زيان اړولى و، چې د تاريخي ابداتو رياست او د لرغونپوهنې رياست په هلو ځلو او د هافوموسسي په همکارۍ یې د ترميم چارې پيل شوې او ټاکل شوې ده، په راتلونکې میاشت کې یې چارې بشپړې شي.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين (د شېر سرخ پادشاه) او (سه اغر پادشاه)  ابدې هم وکتلې او د هغې ساحې چې سه اغر ابدې پورې اړه لري او يو تن یې  ورغلې لاره غصب کړې، د یادې ساحې د ساتنې، بیا رغونې او غصب د مخنيوي په اړه یې مسوولانو ته لازمې لارښونې وکړې.

ياد شوي آبدات د ګورګانيانو د واکمنانو له جملې څخه دي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو رياست بيا رغولي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته