خبرونهفرهنګ

مولوي عتيق الله عزيزي: روزنيز پروګرامونه له کارکوونکو سره مرسته کوي چې د کار په برخه کې ښه اجراات وکړي

کابل/ د غوايي٢٩مه/ باختر

هغه روزنيز پروګرام چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نويو کارکوونکو لپاره له ادارې، مديريت او اجرااتو سره د بلدتيا په موخه جوړ شوى و پاى ته ورسېد.

د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې؛ په فراغت غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي د ياد روزنيز پروګرام د ارزښت په اړه وويل: د دولت هر کار کوونکى چې په هر بست کې دنده ترسره کوي په خپلو کاري چارو کې ځانګړي مکلفيتونه او مسووليتونه لري چې بايد هغه په ښه ډول ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه دغه روزنيز پروګرام له نويو کارکوونکو سره مرسته کوي چې له خپلو زده کړو څخه په استفادې سره  په کاري  برخه کې ښه اجراات وکړي او هېواد او  خلکو ته د خدمت جوګه شي.

دغه راز مولوي عزيزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نويو کارکوونکو وغوښتل چې  له مراجعينو سره ښه چلند وکړي او د اجرااتو په وخت کې  دې  له بې پروايي ډ ډه وکړي.

دغه روزنیز ورکشاپ ۳ ورځې دوام وکړ چې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکزي رياستونو د پنځمو او شپږمو بستونو نويو ټاکل شويو کارکوونکو ګډون کړى وو.

دياد روزنيز پروګرام په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين د پروګرام فارغانو تصديق ليکونه ورکړل .

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته