سیاستخبرونه

مولوي قدرت الله جمال د افغانستان او ايران ترمنځ د اړيکو پر ټينګښت او پراختيا ټينګار وکړ

کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر

د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزارت معين مولوي قدرت الله جمال پرون ناوخته د افغانستان لپاره د ايران اسلامي جمهوريت له ځانګړي استازي او د دغه هېواد د لارې او ښار جوړولو د وزير له استازي مهندس ميرشفعي او په کابل کې د دې هېواد د سفارت له اقتصادي مسوول حسن شيرزادي سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې خبرپاڼه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري خپره شوې پکې ويل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي او تجارتي  همکاريو په تېره بيا د سرحدي، بندرونو، صنعتي پارکونو د بنسټونو د پياوړتيا او د تجارتي بيلانس په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې میر شفعي وویل: لکه څنګه چې افغانستان له ايران څخه ځينې توکي پېري؛ ایران هم د افغاني محصولاتو پېرودونکی دی، چې د دوه اړخیز مدیریت او تړونونو له لارې تنظیمېږي.

نوموړي زياته کړې، چې د چاه بهار بندر په ښو او زياتو امکاناتو سره د افغانستان د سوداګرو په خدمت کې دى او هغوى کولاى شي د خپلو سوداګريزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره  د دغه بندر له آسانتياوو څخه استفاده وکړي.

له بل پلوه د سودا ګرۍ او صنعت وزارت د صنعت او سودا ګرۍ د چارو معين مولوي قدرت الله جمال د شفعي د خبرو د هرکلي په ترڅ کې د  دواړو هېوادونو مشترکاتو ته اشاره وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر ټينګښت او پراختيا ټينګار وکړ.

هغه دغه راز ويلي، چې په افغانستان کې له بدلونونو سره سره  د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې اوس هم په ښه ګاونډيتوب ولاړې دي او دغه اړيکې به په اقتصادي، تجارتي او پانګونې په برخو کې په خپل قوت پاتې شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته