کابل، چنګاښ ۱۶مه، باختر
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» او ورسره مل پلاوی قطر ته د رسمي سفر په ترڅ کې تېره ورځ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د یاد هېواد د دفاع وزیر ډاکتر خالد بن محمد العطیه سره په « دیوان امیري» کې وکتل.
مجاهد په دې ناسته کې له افغانانو سره د دوست هېواد (قطر) له مرستو مننه وکړه او د یادو مرستو پر دوام یې تینګار وکړ.
هېره دې نه وي چې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او ورسره مل پلاوی په یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی دی.
افغانمل
37 د یوې دقیقې څخه لږ