ټولنه

د بدلون لپاره د فرصت په نامه غونډه جوړه شوه

کابل / د سلواغې ۲مه /باختر
د بدلون لپاره د فرصت په نامه غونډه د لسګونو ځوانانو په ګډون په مزارشریف ښار کې جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې غونډه کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ذبیح الله نوراني په ټولنه کې د علم او ټکنالوژۍ د زده کړې لپاره د ځوانانو د هڅونې او د هېواد په جوړولو او پرمختګ کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې.
هغه ځوانان د اسلاامي امارت د نظام د ملاتیر وبالل او زیاته یې کړه چې ځوانان باید د اوسني اسلامي نظام ترڅنګ خلکو ته د خدمت کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
دغه راز د هېواد مشهور ارواپوه جمشید رسا په خپلو خبرو کې ځوانان د علم او پوهې زده کړې ته را وبلل او هغوی یې د هېواد جوړولو پرمختګ او سوکالۍ ته وهڅول او په ټولنه کې یې د ځوانانو شتون اغیزمن وباله.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته