کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر
د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ناروې له سفیر ښاغلي انډرس لینډمن سره وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان او ناروې اړیکې دوستانه وبللې او د دې اړیکو تاریخي شالید ته يې اشاره وکړه.
مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کړکېچ په تړاو د ناروې سوله ییزې هڅې وستایلې او په ځانګړې توګه يې په اوسلو کې د افغانستان لپاره د سولې د وروستۍ ناستې، له اروپايي چارواکو او اروپا مېشتو افغان مدني ټولنو سره د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د مخامخ ناستې او افهام او تفهیم ته د زمینې برابرولو او په افغانستان کې د ماین پاکولو له پروژو سره د ناروې له مرستو مننه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د ناروې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي.
په ورته وخت کې د ناروې سفیر ښاغلی انډرس لینډمن وویل، چې هیواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې، دوامداره دوستي ، ګډ کار او سیاسي تعامل غواړي.
نوموړي زیاته کړه، ناروې د افغانستان اسلامي امارت پر ضد د هیڅ وسله وال مخالفت پلوي او ملاتړ نه کوي.
د انډرس لینډمن په وینا، د ناروې او افغانستان تر منځ دوستانه اړیکې دوامدارو سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري.
نوموړي د ریاست الوزراء له مرستیال څخه په دولتي ادارو کې د ښځو د کار، د نجونو د زدکړو، حجاب، ټولمنلي حکومت، له افغان شخصیتونو سره د تماس دکمېسیون د طرزالعمل او په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له تشکیلاتي چوکاټ څخه د ځینو اداراتو د حذف په اړه معلومات وغوښت. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په تفصیل سره ځوابونه ورکړل.
41 1 دقیقه لوستل