امنیت

ناټو ديو اکمالاتي هليکوپتر راغورځيدل تائيد کړل

په دي پيښه کې دري تنه امريکائيان وژل شوي دي

٧ – کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

ناټو په هلمند ولايت کې په خپلو ځواکونوپوري ديوه اړونده هليکوپتر دراغورځيدو خبر تائيد کړي دي خو ويلي يي دي چې درارسيدلو خبرونو له مخې په دې پيښه کې درې تنه امريکائيان وژل شوي دي.

دغه هليکوپتر پوځي ډوله و او دتخنيکي ستونزو له امله راغورځيدلي دي.

خو دنادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عمر جان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه هليکوپتر  تخنيکي عوارض پيداکړي و او کله يې چې غوښتل بيړني ناسته وکړي اور يې واخيست او راوغورځيد. په دې پيښه کې درې تنه وژل شوي   خو دامعلومه نه ده چې دکوم هيواد اتباع دي .

په همدي حال  کې دنيويارک ټايمز ورځپاڼې دامريکا يي مقاماتو له خولې ليکلي  دي چې ددغې پيښې قربانيان درې تنه امريکاييان و.

داپه داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم  دناټو يو هليکوپتر  دتخنيکي عوارضو له امله په لوګر کې بيړني ناسته کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته