خبرونهTOPنړۍ

ناټو سازمان لپاره نوی مشر وټاکل شو

نړۍ، د چنګاښ ۷مه، باختر 

ناټو سازمان چې د امریکا متحده ایالاتو، انګلستان او اروپایي ټولنې او ځینو نورو له لوري رامنځته شوی پوځي سازمان دی، تازه ورته نوی مشر ټاکل شوی، چې د ینس سټولټنبرګ پر ځای به د دغه سازمان رهبري په غاړه واخلي.

د سازمان نوی مشر د هالنډ لومړی وزیر مارک روټه ټاکل شوی او ښایي د اوکتوبر له لومړۍ نېټې ورهاخوا خپله دنده پیل کړي. 

ناټو سازمان کې ۳۲ هېوادونه غړي لري، چې ۳۰ یې اروپایي او دوه نور یې د شمالي امریکا هېوادونه، امریکا متحده ایالات او کاناډا دي.

دغه سازمان یو پوځي سازمان دی، چې له رامنځته کېدو تر دا مهال یې په نړۍ کې مختلفې جګړې پر مخ بیولي، لکه د عراق او افغانستان جګړې، چې موخه یې تر ډېره د دغو هېوادونو اشغال وه، خو افغانستان کې د اسلامي امارت مجاهدینو وکولی شول په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې دغه سازمان له ماتې سره مخ او وشړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته