خبرونهروغتیا

نجم‌السما شفاجو: په هېواد کې تر دوه زرو ډېر روغتیايي کلينيکونه تړل شوي دي

کابل / د کب ۲۴ / باختر

د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې، نن د نسايي ولادي ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو سمپوزیم جوړ کړ.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه، په پيل کې د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو د ټولنې رییسې ډاکټرې نجم‌السما شفاجو د دې ټولنې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، موخو او پلانونو په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر شفاجو څرګنده کړه چې په هېواد کې د بدلون او د نړیوالو مرستو په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال سازمان د مرستو له بندېدو وروسته، په ټول هېواد کې دوه زره ۳۳۱ روغتیايي کلینیکونه تړل شوي چې له امله یې څه ناڅه ۲۷ زره روغتیايي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې له دې جملې څخه نږدې ۷ زره یې ښځې دي.

هغې له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې له دې ټولنې سره د تحصیلي بورسونو په ورکولو کې همکاري وکړي او پر ملي او بین المللی بنسټونو یې غږ وکړ چې د «افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې» له وجهي صندوق سره مرسته وکړي.

وروسته، د عامې روغتیا وزارت د امیدوارۍ څانګې رییسې ډاکټرې نفیسې سهاک په خپلو خبرو کې د «افغانستان د نسایي ولادي ډاکټرانو ټولنې» فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت له دې ټولنې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د دغې ټولنې د پروګرامونو ملاتړ کوي.

دغه راز د «افغانستان د نسایي ولادي ډاکټرانو ټولنې» بنسټ اېښودونکي ډاکټر محمد معروف سامح د هېواد له ټولو ډاکټرانو په ځانګړې توګه له نسايي ولادي ډاکټرانو څخه مننه وکړه، چې اوسنیو شرایطو کې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د پروګرام په بهیر کې ډاکټر احمدشاه شکوه‌ مند د “طبي اخلاقو” په اړه پرېزینټېشن وړاندې کړ چې په کې د ډاکټرانو د اړیکو ډولونه، متقابل درناوی، د معاصر طبي اخلاقو ارکان، انساني کرامت، له ناروغانو سره د ډاکټرانو چلند څرنګوالی او نورو مواردو ته اشاره شوې وه.

د يادونې وړ ده چې د «افغانستان د نسایي ولادي ډاکټرانو ټولنه» يوه غير دولتي، غير سياسي او غير انتفاعي ټولنه ده چې له ٢٠٠٢ م کال راهيسې په هېواد کې فعاليت کوي. د دې ټولنې موخه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم د نسايي ولادي ډاکټرانو د ظرفیت لوړول او د میندو او نويو زیږېدل شويو ماشومانو د مړینې کمول دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته