خبرونهاقتصاد

نخي نساجي او نخي پشمي فابریکې بېرته فعالېږي

کابل / د تلې ۲۸مه / باختر
د قندهار والي محمد یوسف وفا په دغه ولایت کې د نخي نساجي او نخي پشمي فابریکو د ودانیو او مشینرۍ د لیدنې پر مهال ویلي دي چې یادې فابریکې به بېرته فعالې شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د قندهار والي دغه راز څرګنده کړې ده چې نخي نساجي او نخي پشمي فابریکې د هېواد په کچه له مهمو فابریکو څخه دي چې زرګونه کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه او د ښو او باکیفیته تولیداتو په لرلو سره، په نړیوالو بازارونو کې یې ښه شهرت لاره.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د دغو فابریکو کارونه له کلونو راهېسې په ټپه ولاړ دي او د هغه په خبره، د بیا فعالېدو په موخه به یې په ولایتي او مرکزي کچه هڅې وکړي او هم به د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو سره د دغو فابریکو د بیا فعالېدو په موخه طرحې شریکې کړي.
نخي نساجي فابریکې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۸ کې په فعالیت پيل وکړ چې هر کال تر ۴۰ میلیونه متره ټوکر او ۷ زره ټنه تار یې تولیداوه. دغه راز نخي پشمي فابریکې هم په ۱۹۷۹ کې په فعالیت پيل وکړ چې په کال کې د کمپلو، بالاپوښونو او دریشیو لپاره یې یو میلیون متره ټوکر او د غالیو او جاکټونو لپاره ۵۰۰ ټنه تار تولیداوه.
د دغو فابریکو چارې د جګړو، د برېښنا د نه شتون او اقتصادي ستونزو په دلیل ودرېدې، خو د قندهار اوسېدونکي یې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د بیا فعالېدو غوښتونکي دي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته