خبرونهټولنه

نميروز کې بې ځايه شويو کورنيو نغده مرسته ترلاسه کړه

کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر

د UNHCR او WADAN موسسو د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ پرون پر ۲۴۴ بې ځایه شویو کورنیو نغدې پيسې ووېشلې.

د نيمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي صديق الله “نصرت” د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د UNHCR او WADAN مرستندویو موسسو د نيمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست سره په همغږۍ د زرنج ښار پر ٢٤٤ بېځايه شويو کورنيو مرسته ووېشله چې پر هرې کورنۍ  ۷۰۰ امريکايي ډالر ووېشل شول.

د نيمروز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس د UNHCR او دWADAN  مرستندویو ادارو څخه مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې له مرستندويو ادارو څخه د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته