امنیت

په بغلان کې درې سوه کورنيو ته دڅښاک اوبه تامنيږي .

کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دبغلان ولايت د پلخمري ښار  دمنګلانو په کلي کې  د اوبو رسولو ديوې پروژې  کار پيل شو .
  دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس  اول خان احمدزي وويل  چې داوبو رسولو دغه شبکه دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه  دخلکو  په سلو کې  دلسو په ونډې سره  دڅه دپاسه  څلورو مليونو افغانيو په لګښت  دمنګلانو په کلي کې تطبيقېږي .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس وويل چې ددغې پروژې په تطبيقولو سره درې سوه  اووه ديرشو کورنيو ته  دڅښاک اوبه برابريږي .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته