امنیت

نهه تنه وسله وال داعشيان په کونړکې ووژل شول

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه
په کونړ ولايت کې ۹ تنه داعشيان له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
پر دغو داعشيانو تېره شپه  د جپې درې ولسوالۍ بازارته څېرمه بريد وشو .
د هېواد په ختيځ کې د ملي ردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه داعشيان ووژل شول.
  ده وويل چې پر دغو داعشيانو کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو، بريد وشو.
له وژل شويوکسانو څخه څو سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي .
  ختم _ ج – اکرم

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا