کابل / د کب ۱۰ مه / باختر
د بغلان د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو پرون ۹ تنه په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د پلوراو کارونې په تور ونیول.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیرملا محمد نبي کامران باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان د پلخمري ښار په مربوطاتو کې نېول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم مرکزي بغلان ولسوالۍ او پلخمري ښار په مربوطاتو کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پېر او پلور په تور نیول شوي وو.
ع