امنیت

د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان ځواکونوعمليات پيل شول

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د قندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان امنيتي ځواکونو عمليات تېره شپه پيل شول.
د قندهار والي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات د پنجوايي ولسوالۍ په نا امنو ساحوکې متمرکز دي.
د ده د څرګندونو له مخې: افغان ځواکونه تراوسه پورې د عملياتو هدفونه په برياليتوب سره تعقيبوي او له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخامخ شوي.
ويل کيږي په بشپړه توګه د نا امنو ساحو ترپاکولو پورې عمليات دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته