امنیت

نهه طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
په زابل کې نهه وسله وال طالبان پرون مازيګر د افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د زابل امنيتي مسوولين وايي چې افغان ځواکونو د زابل د مرکز قلات ښار په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کېږي د دغو عملياتو په بهير کې ۶ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى ۶ موټرسايکلونه او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته