خبرونهامنیت

نهه طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د ليندۍ ١١مه / باختر
نهه وسله وال طالبان پرون ناوخته په غزني کې ووژل شول.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د ګيرو ولسوالۍ د مرکز په منګور او علي شيرخېلو سيمو کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول.
په يادو نښتو کې ٨ نور وسله وال طالبان ټپيان او د هغوى يو مرکز او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته