امنیت

نهه وسله وال طالبان د هېواد په ختيځ کې ووژل شول

کابل/ د تلې٢٠مه/باختر
نهه وسله وال طالبان د هېواد په ختيځ کې له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په يو کلي کې بريد وشو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: دغه وسله وال طالبان نوي د ډيورنډ فرضي کرښې له اخوا د نورستان ولايت ته راغلي وو او پر يوې پوځي پوستې د بريد لپاره يې هلې ځلې کولې چې سرحدي ځواکونو پرې بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په جګړه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې په نورستان کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
د نورستان پوليسو نن سهار ١١ماينونه د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل.
ددغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم- ج- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته