خبرونهامنیت

 نهه وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

 کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

په بغلان کې افغان ځواکونه وايي چې د کابل_ مزارشريف د لويې لارې   په تګلورې کي د طالبانو د پلټنې څو پوستې له منځه وړي دي .

دغه عمليات تېره شپه د دغې لويې لارې د پلخمري ښار د چشمه شير په مربوطاتوکې د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول.

د پامير قول اردو د دريمې پلې لوا قوماندان دګروال فريد اقا سيدخيلي باختراژانس ته وويل چې په دې غملياتو کې  ٩وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢  نور ټپيان شول.

په وژل شويو او ټپيانوکې د طالبانو څو تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.

هغه وويل په دغوعملياتوکې ټول هغه طالبان له منځه وړل شوي دي چې لويه لارې ته راوتل او په مسافرو ،تجارتي کاروانونواوافغان ځواکونو يې بريدونه  کول.

په بغلان کې  د ملي اردو يو جکپوړي مقام وويل چې په چشمه شير کې د طالبانو د پيسو د اخېستلو يوه سيمه  چې د مسافرو او تجارتي کاروانونوڅخه يې په زور پيسې اخېستې  له منځه  وړي دي.

طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته