سیاستخبرونهTOP

نهه پخواني دولتي مسوولین بېرته افغانستان ته راستانه شول

 کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون د تېر حکومت د نهو مقاماتو د بېرته ستنېدو خبر ورکړ.

دغه کميسيون نن د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره باختر آژانس ته ویلي چې د دغه کميسيون د هڅو په پایله  کې په تېر حکومت کې د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزې د څارنوالۍ لوی رئيس يارمحمد حسين خېل او په تېر حکومت کې د اروپا اتحادیې د کمیسیون سلاکار رحمت الله سالم، په تېر حکومت کې د آریانا ټلویزیون پخوانی رئیس او د افغان بيسیم د مخابراتي شرکت سلاکار احسان الله ارینزی، د پکتیا د پوهنې پخوانی رئیس کوچی ځاځی او د ننګرهار د بټي کوټ، د سمنګانو د دره صوف او د هرات د زاول ولسوالیو امنیه قوماندانان  بېرته هېواد ته راستانه شول.

ویل کېږي، چې پرون د پخواني حکومت د ولسي جرګې مرستیال امیرخان یار هم د دغه کمیسیون له غوښتنې وروسته هېواد ته راستون شو.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته