خبرونهاقتصاد

نورالدين عزيزي: افغانستان د فرصتونو هېواد دى او په کاني منابعو پانګونه هغه فرصت دى چې افغانستان او ماليزيا به ورڅخه ګټه واخلي

 کابل، د چنګاښ٢٧مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدين عزيزي له ماليزيا سره د ګډ ورکشاپ د پرانیستلو په مراسمو کې ويلي، چې  افغانستان د فرصتونو هېواد دى او په کاني منابعو پانګونه هغه فرصت دى چې افغانستان او ماليزيا به ورڅخه ګټه واخلي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، چې (د افغانستان د پراختيا د بنيادي مسئلو) تر عنوان لاندې ورکشاپ د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د افغانستان لپاره د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی احمداعظم، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شيرمحمد عباس ستانکزي او د دواړو هېوادونو يو شمېر مقاماتو او مسوولينو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د افغانستان لپاره د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت استازي د  دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست له هلوځلو مننه کړې او ويلي یې دي (موږ د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ و او ولاړ يو ځکه يو امت يو)

هغه زياته کړه زموږ د کار لومړی پړاو د اړيکو ټينګښت و چې بشپړ شوى او دويم پړاو د افغانستان لپاره  د يو ماسټر پلان جوړول دي.

د احمداعظم د څرګندونو له مخې، د هغوى د کار راتلونکى پړاو د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو مسئله ده.

دغه راز نورالدين عزيزي په افغانستان کې د ماليزيا د همکاريو قدرداني کړې او ويلي یې دي؛ موږ له ماليزيا سره په دوامدار ډول په اړيکه کې و او د برېښنايي حکومتوالۍ، په کاني منابعو د پانګونې، د بيوزلۍ د له منځه وړلو، بيا رغونې، د روزنيزو زمينو د برابرولو او له دغه هېواد سره د ګډې  سودا ګرۍ په برخو کې مو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د عزيزي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د فرصتونو هېواد دى او په کاني منابعو پانګونه هغه فرصت دى چې افغانستان او ماليزيا به ورڅخه ګټه واخلي.

د يادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ پرون د هېواد د بهرنيو چارو په وزارت کې پيل شوی او درې ورځې دوام کوي.

په دې ورکشاپ کې به په لسو سکتورونو کې ماليزيايي استازي خپلې تجربي د افغانستان له لوري سره شريکې کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته