سیاست

نوري: د خلکو ستونزو ته د حل لارې پيدا کول، د اسلامي امارت مسوولیت دی

کابل / د لړم ۱۲ مه / باختر
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري نن په زابل کې له قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې د دوی ستونزې واورېدې.
د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ په دې کتنه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وویل چې په هېواد کې د مېشتو قومونو پر یووالي او د اسلامي نظام ملاتړ ته د خلکو پر رابللو کار کېږي. هغه د اسلامي امارت مسوولیت وباله چې د خلکو ستونزو ته حل لارې پيدا کړي.
هغه وویل: دنده یې امتياز نه، بلکې د( الله ج) او د خلکو پر وړاندې مسووليت دی، موږ د ولس خدمتګاران يو او ژمن يو چې خپل ولس ته د اسلام د مقدس دين په رڼا کې کار وکړو.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته