سیاستټولنه

نوري: په هېواد کې پياوړی اسلامي نظام واکمن شوی دی

کابل / د لړم ۱۷ مه / باختر

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري په زابل کې د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو په یاد جوړه شوې ولسي غونډه کې په هېواد کې نوی نظام پیاوړی او اسلامي وباله.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې ملا نور الله نوري وویل چې د مجاهدینو د قربانیو او د ولسونو د همکاریو په پایله کې شل کلن تېری پای ته رسېدلی او اوس په هېواد کې پياوړی اسلامي نظام واکمن شوی دی.

نوري زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد مجاهد ملت په ځانګړي ډول د زابل ولسونو له اسلامي امارت سره پوره همکاري کړې چې اوس به اسلامي امارت د هېواد ټول وګړي په خپله غېږه کې نیسي او د هغوی ستونزې او مشکلات به حل کوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د شهیدانو له وارثانو سره هم د همکارۍ یادونه وکړه او دا یې خپله فریضه وګڼله چې د هغوی لاسنیوی به کوي.

په همدې حال کې  د زابل د خاک افغان او ارغنداب  ولسوالیو ولسونو هم له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ وښود او ویې ویل چې دوی په تېرو وختونو کې هم د اسلامي نظام ملاتړ کړی دی.

دوی زیاته کړه چې  په تیره شل کلنه دوره کې ولسونه له سختو ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس د اسلامي نظام ترچتر لاندې په سوله ییزه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر په شاه جوی ولسوالۍ کې د شهید حافظ کفایت الله یاسین روح ته دعا هم وکړه او د هغه کورنۍ ته یې د خپل ژور خپګان مراتب وړاندې کړل.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته