خبرونهامنیت

نولس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د ليندۍ ١١مه / باختر
په روزګان کې د افغان ځواکونو په یولړ بریدونه کې ۱۹وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۱ نور یې ټپیان شول.
پر دغو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتو کې په دهراوود ولسوالۍ کې د دوی پر مرکزونو بریدونه وشول.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو هوایي بریدونو کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ پر دغو وسله والو طالبانو د روزګان په ځینو برخو کې هغه وخت بریدونه وشول چې په خپلو قرارګاوو کې د نویو بریدونو پر طرحه کولو بوخت وو.
په دغو هوایي بریدونو کې د طالبانو درې قرارګاوې له ټولو جنګي وسایلو سره یې له منځه لاړلې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
دوه وسله وال طالبان په روزګان کې د خپل ماین ښکار شول.
هغوی نن سهار غوښتل په خاص روزګان ولسوالۍ کې په یو واټ ماینونه ښخ کړي چې ماین وچاودېد او دواړه ووژل شول.
پای/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته