امنیت

نولس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
نولس وسله وال طالبان تېره شپه د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې په هوايي بريدکې ووژل شول.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه وسله وال طالبان د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل په وخت کې ووژل شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ په دغه هوايي بريد کې ١١ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى وسلې او مهمات له منځه يوړل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته