خبرونهامنیت

نولس طالبان په هلمند کې ووژل شول

١- کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
نولس وسله وال طالبان په هلمند کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول او لس نورطالبان ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه هغه وخت ونښتې چې يرغلګرود نهرسراج او ناوې په ولسواليو کې د افغان ځواکونو پرپوستو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړو کې د وسله والوطالبانو د دريو سيمه ييزو قوماندانانو او د دريو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٩ وسله وال طالبان ووژل شول او١٠ نور طالبان ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو يرغلګرو د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا بريدونه وشول.
په دې بريدونو کې د وسله والوطالبانو درې پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړي شوي دي.
وسله والوطالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ دوه وسله وال طالبان په هلمند کې ونيول شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه کله چې د سنګين ولسوالۍ بازارته څېرمه په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و، د افغان ځواکونو د ګزمې له خوا ونيول شول.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته