نړۍ

نوي زرو تنو تيرکال دپناه غوښتنې غوښتن ليکونه ورکړي دي .

ويانا باختر دزمري  اووه ويشتمه :
  دتيرکال ٢٠١٥ په بهير کې  کابو يوسلو ديارلس  زره تنه پناه غوښتوونکي اتريش ته رسيدلي دي چې يوازې  نوي زرو تنو يې دپناه غوښتنې ليکونه ورکړي دي
دنيوز نو دخبري سايت دخبر له مخې :داتريش دبهرنيو چارو وزارت دکارپوهانو دشورا رييس چې پرون يې دغه هېواد ته دپناه غوښتوونکو درسيدو دشمير په باب  يو رپوټ خپور کړ. ليکلي دي چې ٢٠١٥ ميلادي کال دبهرنيو چارو وزارت لپاره دپناه غوښتوونکو په موضوع کې فوق العاده سياست بلل کيږي  په ٢٠١٤ ميلادي کال کې دويانا د وګړو شمير يو مليونو اووه سوه زره تنه و چې په ٢٠١٥ ميلادي کال کې يومليونو اته سوه زرو تنو ته ورسيد.
دغه راز اته اتيا زره او درې سوه څلويښتو تنو تيرکال دپناه غوښتنې دغوښتن ليکونو په وړاندې  کولو اقدام وکړ چې دغه شمير دتيرو شپږو کلونو معادل دى چې په هغو کې اته اتيا زرو څلور سوه اتو تنو دپناه غوښتنې غوښتن ليکونه وړاندې کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته