امنیت

نوی خبر د کندز ښار د شهید عبدالرازق څلور لاری او د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ د طالبانو له شتون څخه پاک شول.

کندز / دزمري / ۱۷/ باختر
ملي دفاع وزارت په یوې خبر پاڼه کې وایی چې د شهید عبدالرازق څلور لاری او د کندز ښار د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ نن د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېره بیا کوماندو ځواکونو د کندز ښار د شهید عبدالرازق څلور لاری او د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ له طالبانو پاک کړل او عملیات لا هم د کندز ښار کې دوام لري دا په داسی حال کې ده چې طالبانو نن سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ووچې د کندز ښار یی تر کنترول لاندې دی.
/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته