کابل، د غبرګولي١٤ مه، باختر
نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق، افغانستان ته د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې بیړنۍ پروژې منظورې کړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ نړیوال بانک پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغو پروژو له لارې د افغانستان اړمنو کسانو ته بېړني، روغتیايي او خوراکي خدمات برابروي.
نړیوال بانک ویلي، چې دغه پروژې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو او غير دولتي موسسو له خوا پلې شي، د نړیوال بانک په اعلاميه کې راغلي، چې د دغو پروژو له پلي کېدو څخه به افغان مېرمنې او نجونې زياته ګټه واخلي.
په دې پروژو کې د خوراکي توکو د بېړنیو مرستو پروژه، د خلکو د ژوندانه د شرايطو د معیشت او ښه والي پروژه او په افغانستان کې د بيړني روغتیا د ځواب ويلو پروژه شامله ده.
د نړیوال بانک د اعلامیي له مخې، د خوراکي توکو د بېړنیو مرستو د پروژې په پلي کېدو سره به افغان کروندګر وکولای شي غنم او نور خوراکي توکي تولید کړي، څو خوراکي توکو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.
د معیشت پروژه او د ژوند د شرایطو ښه والی په ښاري او کلیوالي سیمو کې د لنډ مهاله معیشت فرصتونه رامنځته کړي او اړمنو خلکو ته لومړني خدمات وړاندې کوي.
دغه راز د بېړنيو پروژې له لارې به د روغتیایی خدماتو کیفیت او کچه هم لوړه شي. دغه پروژه به په ۲۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې د کرونا، پولیو سره د مبارزې او ماشومانو او میندو ته د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو په هدف پلي شي.
د یادونې وړ ده چې نړیوال بانک د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانستلو په برخه کې د پاتې راتلو په غبرګون کې څلور پروژې وځنډولې.
د روان کال په اپریل میاشت کې رویټرز خبری اژانس د نړیوال بانک د سرچینو په حواله ویلي و چې د روغتیا، کرنې او معیشت په برخو کې به پر دریو پروژو کار بیا پیل شي، خو د پوهنې پر پروژو د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د لګولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
| ذ