خبرونهنړۍ

نړیوال بانک د افغان نجونو د زده کړو لپاره مرسته اعلام کړه

 نړيوالې خبري سرچېنې / د وري١٣مه / باختر

نړیوال بانک د افغان نجونو د زده کړو لپاره ۲۵ میلیونه ډالره مرسته اعلام کړه.

نړیوال بانک دا مرسته پرون په داسې حال کې اعلام کړه چې په افغانستان کې         د ناامنیو له امله د نجونو ګڼ شمېر ښوونځی تړل  شوي دي.

نړیوال بانک په یوه بیان کې ویلي، دا پیسې یې د نجونو د لومړنیو او ابتداییه زده کړو لپاره تصویب کړي دي.

په دې پیسو به ۱۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او دغه راز به د نجونو لپاره د زده کړو شرایط چمتو شي.

په افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې لویه برخه یې د نجونو ده.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته