سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

نړیوال جام پسې تللي ځوانان؛ توپوهنه کې یوه اساسي ستونزه لا هم پر ځای ده

تبصره

کابل، د غبرګولي ۱۹مه، باختر

افغان اتلانو د روان نړیوال جام سیالیو په خپله دویمه لوبه کې نیوزیلنډ هم د یوګانډا په برخلیک اخته کړ او لوبه یې ترې په لوی توپیر وګټله.

رحمن الله ګربز، فضل الحق فاروقي، راشد خان او کابو ټولو لوبغاړو ښه کارکردګي وښودله او د وړاندې تګ لارې یې لکه د لاس رغوی داسې پاکې کړې.

اوس نو یواځې یوې بلې بریا ته ضرورت لرو، چې افغانستان وکولی شي په ۸ غورو ټیمونو کې خپل ځای حتمي کړي، خو د افغان اتلانو حالت ته په کتو ښایي ویسټنډیز او پاپو نیو ګیني هم د یوګانډا او نیوزیلنډ په برخلیک اخته شي.

ما د باختر اژانس په تېره تبصره کې ویلي و، چې افغانستان د یوګانډا په وړاندې د یو لویې لوبډلې رول ادا کړ او ثبوت یې دا دی، نن د نیوزیلنډ په وړاندې لوبه کې وړاندې شو.

خو یوه احتمالي ستونزه، چې د افغانستان په توپوهنه کې ښکاري او خدای ج مه کړه راتلونکي کې ورسره افغان لوبغاړي مخ شي، هغه د پیل توپوهنکو څخه وروسته د نورو توپوهونکو تقریباً بې خونده توپوهنه ده، چې باید روزونکی، لوبډلمشر او خپله لوبغاړي ورته پام وکړي.

لکه څنګه چې د نننۍ لوبې پای کې راشد خان هم د پیلیزو توپوهونکو ستاینه وکړه او راتلونکي کې یې هم د ښې لوبې کولو تمه ځینې وکړه، خو دا کریکټ دی، کله به پیلیز توپوهونکي سمه لوبه نه کوي، نو باید ورپسې لوبغاړي د پیل د لوبغاړو تشه ډکه کړي.

توپ اچونه کې خو افغانستان نوم او تاریخ لري، ان په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې که د افغان توپ اچوونکو لوبې ته نظر وکړو نو پوهیږو، چې افغانستان په توپ اچونه کې د نړۍ غوره لوبغاړي لري.

د افغانستان د بریا په هیله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته