کابل/ د مرغومي ٣ مه / باختر:
د نيمروز دموی تای سیالۍ د کوربه ورزشکارانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې له کابل، قندهار، لوګر، غزني، هلمند، پکتیا او بلخ ولایتونو څخه په لسګونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د باختر آژانس دخبرله مخې: په دغو سياليو کې د نيمروز ورزشکارانو د زياتو مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام وګاټه او کابل دويم مقام خپل کړ.
د نيمروز د ورزش ادارې مسوول عبدالشکورنوابي د باختر آژانس ته وويل؛ دغه کمپاين د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د ورزش په برخه کې د غوره شخصيتونو د ټاکلو په مقصد پيل شوى دى.
\ ذ