![Ps2024070212](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS2024070212-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
د نیمروز د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو د یاد ولایت په زرنج ښار کې په نشه يي توکو د ۶۰ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د نیمروز د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر ملا عبدالواسع ریحان د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې د یاد ولایت له زرنج ښار څخه ۶۰ تنه په نشه يي توکو روږدي راټول او د درملنې په موخه د یاد ولایت د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې د زرنج ښار اوسېدونکي وايي، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولول یو ښه اقدام دی او د روږدو کسانو په راټولولو سره به د ښارنظم ښه شي.