خبرونهټولنهروغتیا

نیمروز کې ۵۵ ټنه بې کیفیته توکي وسوځول شول

کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر 

د نیمروز ولایت د ګمرک ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ګمرک کې له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد شوي ۵۵ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د ایران او پاکستان هېوادونو څخه له وارد شويو توکو ۵۵ ټنه تارېخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي د څو میاشتو په لړ کې راټول شوي وو، چې د ځايي مسوولینو په شتون کې وسوځول شول. 

 دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم په دغه ولایت کې په زیاته اندازه تاریخ تېره او بې کیفیته توکي سوځول شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته