سیاستخبرونه

هالند له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د افغانستان او هالند د بهرنيو چارو وزيرانو نن په هالند کې په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د هالند د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل.
د هالند د بهرنيو چارو وزير په دې کتنه کې وويل چې هېواد به يې له افغانستان سره د کرنې، ښوونې او روزنې، د قانون د واکمنۍ او د پرمختيايي پروژو په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د هالند د همکاريو قدرداني وکړه او په هالند کې د ماموريت په وخت کې د هالندي ځواکونو د تلفاتو په اړه یې يوځل بيا خواخوږي څرګنده کړه.
اتمر دغه راز په افغانستان کې له تروريزم او نشه يي توکو سره د مبارزې او پراختيا په برخو کې د هالند د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه.
د هالند د بهرنيو چارو وزير بلاک په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو پر دوام ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې هالند به په افغانستان کې د کرنې، ښوونې او روزنې، د قانون د واکمنۍ او پرمختيايي پروژو په برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
هغه دغه راز د ژورنالیستانو د ترور په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د هالندي ديپلوماتانو د امنيت په تامين کې د افغانستان د دولت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته