خبرونهامنیت

هرات: د ملي دفاع وزارت د منسوبینو پر موټرچاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

کابل، چنګاښ۱۳مه، باختر
د ملي دفاع وزارت وايي په هرات ولایت کې د یاد وزارت پر کارکوونکو د برید په پایله کې يې یو شمیر منسوبینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاد وزارت باختر آژانس ته په رالېږلې خپرپاڼه کې ویلي، چې نن سهار څو تنو وسله والو د ۲۰۷ الفارق قول اردو د کارکوونکو پر لېږدونکي کاسټر ډوله موټر برید وکړ، چې له کبله يې ۲ تنه شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې دفاعي او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او بریدګر یې له منځه وړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې ملي دفاع وزارت د دغې پیښې شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او تسلیت تر څنګ؛ هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې دښمن به هيڅکله د دغسې بزدلانه بريدونو په تر سره کولو سره د دفاعي منسوبینو او کارمندانو هوډ کمزورى نه کړي او د هېواد د ساتنې په موخه به د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال نور هم پیاوړی شي.
افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته