خبرونهاقتصادټولنهTOP

هرات کې د عید بازار په نوم نندارتون جوړشو

کابل، د غبرګولي ۲۴ مه، باختر
د هرات د بوټانو او بټوې ګنډلو د اتحادیې مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې له کورنیو محصولاتو سره د بلدتیا او زیاتوالي په موخه د عید بازار په نوم نندارتون جوړ شو.
د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د یاد نندارتون د پرانیستلو پرمهال:”په دغه نندارتون کې د هرات کورني محصولات نندارې ته وړاندې شوي او اسلامي امارت په هره برخه کې له صنعت کارانو سره همکاري کوي”.
نوموړي زیاته کړه، د مالیې وزارت او د ولایتونو د ګمرکونو ریاستونه دې ته چمتو دي چې په ورته محصولاتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړي او موږ له صنعتکارانو څخه غواړو چې د ورته توکو د واردولو د مخنیوي په خاطر باید با کیفیته توکي بازارته وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د بوټ ګنډلو د اتحادیې رییس عبدالوهاب امیني وايي، چې په دې نندارتون کې ۵۶ غرفې موجودې دي, چې د نارینه او ښځینه وو لپاره بوټان او بټوې نندارې ته وړاندې شوي او د لوی اختر په مناسبت ښاریانو ته ۳۰ سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته