خبرونهټولنهروغتیا

هرات کې د لس زره روږدو کسانو درملنه شوې 

کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د هرات د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو په یاد ولایت کې په تېرو ۳ کلونو کې په نشه يي توکو د ۱۰ زره روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د دغه کسانو درمنله په ۳ کلونو کې شوې او له بشپړې درمنلې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر صفر ته رسېدلی او دا مهال هغه کسان یادې ادارې ته د درملنې په موخه وروړل کېږي، چې له ایران څخه هېواد ته راځي.

هېره دې نه وي چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ روږدو کسانو لپاره د فن او حرفې ټولګي جوړ کړي او اوس مهال په کې په زده کړو بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته