خبرونهټولنه

هرات کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د چنګاښ ٦مه، باختر
د هرات ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ٩ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د رباط سنګي ولسوال مرستیال مفتي عبدالرحیم رحماني باختر آژانس ته ويلي، چې دغه پېښه نن ٤ بجې مازدیګر د هرات _ تورغونډۍ پر لویه لاره په بغرچر سیمه کې د سراچه ډوله او ټېلر موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې چې په کې ٣ تنه مړه شوي او ٦ نور ټپیان شوي دي.
د پېښې ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
مسوولینو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته