کابل چنګاښ ۵ مه، باختر
د هرات ځایي مسوولینو د یاد ولایت په انجیل، ګذره، او زنده جان ولسوالیو کې د څلور نیم میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۵۰ بېلابېلو ټولګټو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
په یادو پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سړکونه، استنادي دیوالونه، کارېزونه او کانالونه جوړول شامل دي، چې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، چې داسې پروژې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اساسي رول لري.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې سلګونه ټولګټې پروژې بشپړې او ګڼ شمېر نورو چارې روانې دي.