خبرونهTOPټولنه

هغه کسان هم مجازات کېږي، چې له غلو څخه د لښتیو او نورو تاسیساتو اوسپنیز پوښونه اخلي

کابل، د چنګاښ ۱۲مه، باختر 

کابل ښاروالۍ ویلي چې د ښار د لښتیو د اوسپنیزو پوښونو او نورو ښاري تاسیساتو غله او هغه څوک چې، له غلو یاد پوښونه اخلي، مجازات کیږي.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ لیدل کېږي چې، یو شمېر فرصت غوښتونکي د ښار په کچه له لښتیو اوسپنیز پوښونه غلا کوي او بیا یې پلوري.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې کابل ښاروالي دا موضوع په جدي توګه څېړي او له ښاریانو او امنیتي ځواکونو هم هیله لري، چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه هیله کړې، چې د یادو پوښونو د غلا او یا په نورو ځایونو کې د لیدلو پر مهال د  ۱۵۵شمېرې له لارې دوی ته خبر ورکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته