اقتصاد

هلمندي ښځې ، پرونۍ بېوزلې او نننۍ ځواکمنې بزګرانې دي

کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
په هلمند کې په سلګونو ښځو د بزګرۍ په کار  ګومارنې سره  له بې وزلۍ ژغورلې شوي دي او نن  ښه اقتصاد لري.
دوى  زياتره  هغه ښځې دي  چې خپل ميړونه يې په ډار اچوونکو برېدونوکې له لاسه ورکړي دي . د کرنې اواوبو لګولو وزارت د يو پروګرام په چوکاټ کې په افغانستان کې اړو ښځو ته د بزګرۍ  په روزنې بوخت دى. چې دغه ښځې د بزګرى له لارې او د زراعتي محصولاتو په پلورلو سره  خپل اقتصادښه کړي .
په هلمند کې  د دغه پروګرام  په چوکاټ کې  درې سوه ښځو د بزګرۍ په برخه کې  زده کړه کړې دي. او اوس له دې لار ې  خپل اقتصاد ښه کړى دى .
د کرنې اواوبو لګولو وزارت  د بشري مرستو د تامينولو د بنسټ په همکارۍ په ناوې ولسوالۍ او په لښکرګاه ښار کې دغوښځو ته  کوچنى بڼونه  جوړ کړي دي.او دغه ښځې د ميوواو سبو په پلورنې سره له خپل اقتصاد سره مرسته کوي
يوه ښځه رقيبه وايي  چې په ورځو ورځو خپلو يتيمو بچيانوته  د پنځو وچو ډوډيو د ترلاسه کولو لپاره  د خلکو په کورونو کې کارکاوه .  خو نن  د کرنې اواوبو لګولو وزارت په مرسته  د يوې کوچنى باغچې خاونده ده . او د سبو اوميوو  د پلورنې له لارې ښه ژوند لري . اوبچيان يې هم د روزګار له ستونزو لرې په زده کړه بوخت دي .
يوې بلې ښځې ګل غوټى باختراژانس ته وويل : ميړه مې پوليس و،  اوپه کجکي کې د طالبانو په بريد کې ووژل شو موږ د خوړلو لپاره ډوډۍ نه درلود خو اوس شکر دى کوچنى باغچه لرم او د خپل بڼ د حاصلاتو په پلورنې سره  ښه اقتصاد لرم . د دغو ښځو زراعتي محصولات د هېواد په بازارونوکې پلورل کېږي
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته