ټولنه

هلمندیانو د اسلامي امارت د بریا په ویاړ غونده وکړه

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
هلمندیانو پرون د مرکز لښکرګاه په غازي محمد ایوب خان مېنه کې د اسلامي امارت د ملاتړ او بریا په ویاړ غونډه وکړه.
په غونډه کې د هلمند والي مولوي طالب، امنیه قومندان حاجي دعوت، د استخباراتو مسوول ابو خالد، دیني عالمانو، قومي مشرانو، فرهنګ پالانو، لیکوالانو، شاعرانو او زیات شمېر ښاریانو برخه لرله.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي په دیني او کلتوري برخه کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې دیني عالم مولوي روح الله خلک د قران او حدیث د حکم پر اساس د اسلامي احکامو عملي کولو ته راوبلل.
هغه زیاته کړه چې خلک باید د الله تعالی د دې عظیم نعمت شکر ادا کړي چې دوی یې په اسلامي نظام ونازول.
په ورته وخت کې د لښکرګاه ښار یو بل شیخ الحدیث سعید محمد ذاکري د اسلامي نظام پر ګټو خبرې وکړې او خلک یې د اسلامي امارت ملاتړ ته راوبلل.
مولوي ذاکري وویل چې د افغانستان ټول مجاهد ملت شل کاله قرباني ورکړې ده ، نو اوس هم باید د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.
د هلمند د ولایتي ادارې په استازیتوب مولوي روحاني خلکو ته ډاډ ورکړ چې د لښکرګاه ښار د لا ښه امنیت په خاطر به ګړندي ګامونه واخلي.
په غونډه کې د عمري شرکت مسوول او ملي سوداګر محمد عیسی عمري وویل چې له لښکر ګاه ښار څخه تر دوراهي پورې ویجاړ شوي پلګوټي او پلونه به په شخصي لګښت ورغوي او دغه راز به په لښکر ګاه کې له مجاهدینو سره هم مرسته وکړي.
ن/ ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته