خبرونهټولنه

هلمند کې په ترافیکي پېښه کې درې تنه وژل شوي دي

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د هلمند د مارجې او نادعلي ولسوالیو پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې د ښځو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې د مارجې او نادعلي پر غځېدلې لاره د جمپ پوستې په سیمه کې د ټونس او موټر سایکل په ټکر کې د دوو ښځو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

امنیتي ځواکونو هم د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د موټر چلوونکی یې نیولی او څېړنې یې ترې پیل کړې دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته